د افغانستان اسلامي امارت وايي، د هېواد ملي شورا (ولسي او مشرانو جرګې) به ډېر ژر بېرته فعالیت پیل کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
اسلامي امارت دغه خبر پر داسې مهال ورکوي، چې په تازه اقدام کې یې دوه وزارتونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لغوه کړي دي.
د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد آزادې رادیو ته ویلي، په اوس وخت کې د پارلماني چارو او سولې چارو وزارتونو اړتیا نه وه، نو ځکه د کابینې د پرېکړې پر اساس لغوه اعلان شول.
همدارنګه ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د کابینې د پرېکړې پر اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د اوس لپاره لغوه شوی خو په وینا یې د اړتیا په صورت کې ښايي لغوه شوي وزارتونه او کمېسیونونه بېرته رامنځ ته شي.
نوموړي ویلي، د دغه وزارتونو او کمېسیون د لغوه کېدو لامل اقتصادي ستونزې او په اوس وخت کې دغه ادارې چې کار یې نه و پر دولت یو ډول بار وو.
ښاغلي مجاهد د پارلماني چارو د وزارت په اړه وایي، دغه وزارت هم د وخت د اړتیا له مخې رامنځ ته شوی و، او په راتلونکې کې د مشرانو او عامه شوراګانو په جوړېدو سره ښايي بېرته فعال شي.
د اسلامي امارت ویاند د عامه شورا په اړه چې ایا موخه یې ولسي جرګه ده او که کومه بله شورا به جوړ شي څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي و، چې د علماوو یوه ستره شورا به جوړېږي تر څو د هېواد د مختلفو موضوعاتو په حل کې حکومت ته مشورې ورکړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/25172